په ژوندی پڼه خپرونه
    هلیکوپتر

    سناتوران د مخافانو په سیمه کې د هليکوپترو د ناستې په اړه اندیښنه لري

    © Sputnik/ Evgeniy Biyatov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8310

    مشرانو جرګی وایی د سرپل په صياد ولسوالۍ کې وسلوالو مخافانو ته د ناپيژانده هليکوپترو پر مټ اکمالات رسول کېږي.

    خو ملي دفاع وزارت تر اوسه دغه پېښه نه تائيدوي؛ خو وايي، چې څېړنې یې روانې دي. په داسې حال کې چې حو ورحی وړاندې د سرپل ولايتي چارواکو په دې ولايت کې د داعش ډلې د شتون او ورته له جلب او جزب پخلی کړی و خو تازه د مشرانو جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي چې ددغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې وسلوالو مخافانو ته د ناپيژانده هليکوپترو پر مټ اکمالات رسول کېږي.

    که څه هم سناتورا دغه ډله نه مشخصوي، خو وايي چې د شپې پرمهال د دولت وسلوالو مخاليفانو ته وسلې او مهمات د هوا له لارې ښکته کېږي او دغه کار په دې ولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکونو د ناراحتۍ سبب شوی.
    خو د مشرانو جرګې رئيس بيا له حکومت غوښتنه کوي، چې د سرپل په صياد ولسوالۍ کې دې د هوا له لارې د وسلوالو مخاليفانو د اکمال مسله په جديت سره وڅيړي.
    په شمال کې د ولسواليو په متواتر ډول سقوط په دې ولايتونو کې د امنيتي وضعيت په تړاو د خلکو او ملي شورا انديښنې يو ځل بيا ډېرې کړې.
    سناتوران وايي چې طالبانو په دې ولايتونو کې پراخ فاعليتونه شروع کړي او زياتوي که يې حکومت د مخنيو لارې چارې ونه پلټي، نو د شمال يو شمېر برخې او په ځانګړي توګه د کندوز ولايت به يوځل بيا د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
    ملي دفاع وزارت د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر تر ولکې لاندې سیمه د دوه چورلکو د کښېناستو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
    د ملي دفاع وزارت تر اوسه دغه پېښه نه تائيدوي؛ خو وايي، چې څېړنې یې روانې دي.
    همدارنگه د سرپل والي ظاهر وحدت وايي، چې له دې مخکې هم داسې ګنګوسي وه، چې په صیاد ولسوالۍ کې چورلکې ناستې دي؛ خو نه پوهیږم، چې د کوم هیواد دي.
    له دې مخکې د کندوز والي په ډاګه کړې وه، چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې روسي چورلکو ناسته کړې وه. دغه راز تېر کال د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یوه پاکستانۍ چورلکه ناسته وه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی