په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    دفاع وزارت: ملا رحمت الله ووژل شو

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 110 0 0

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو او ۸ تنو داعشیانو په شمول ۵۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳۵ تنه ټپيان اویو تن ټپي شوی دی.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، کندهار، ارزګان ، زابل، هرات ، فراه ، بادغیس ، کندز، فاریاب ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د هرات ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا رحمت الله په ګډون ۱۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان ، د فاریاب ولایت د پشتونکوت په ولسوالۍ کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان ملا خرب الله په شمول ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان او د دښمن یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۸ تنه داعشیان وژل شوي ، د کندز — خان آباد د لويي لارې په اوږدو کې ۴ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۶ تنه ټپیان او د بدخشان ولایت د زیباک په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان ، د ارزګان ولایت د دهراوود په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۸ تنه ټپیان ، د زابل ولایت د کوټوال په سیمه کې ۲ تنو ماین جوړونکو په شمول ۳ تنه ترهګر وژل شوي د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې ۵ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان او ۱۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د غزني ولایت د ده یک او قره باغ په ولسوالیو کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او یو تن نیول شوی دی.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی