په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان مکتب شاگرد Афганистан школа

    برېتانوۍ ورځپاڼه: طالبان د افغانستان په ښوونځیو کي خپل کسان ګوماري

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    وسله وال طالبان د افغانستان د ښوونځيو په چارو کي لاسوهنه کوي او ښوونکي تهدیدوي.

    ګارډین برېتانوۍ ورځپاڼه لیکي، چي وسله وال طالبان د افغانستان په ډيری ښوونځیو کي خپل کسان ګوماري او همدا راز هغه زده کوونکي په زور په ښوونکو کامیابوي چي ددوی په لیکو کي جګړه کوي.

    د ورځپاڼې په باور، په ختیزو ولایتونو کي وسله وال طالبان ښوونځيو ته ورځي او هلته هغه ښوونکي تهدیدوي چي له طالبانو سره د جګړو لیکو ته تللي زده کوونکي غیر حاضروي یا ناکاموي.

    په ختیزو ولایتونو کي د ښوونکو یوه روزونکي ورځپاڼې ته ویلي، چي طالبانو په ډیری ښوونځيو کي خپل کسان ښوونکي مقرر کړي دي او په دې توګه د وسله والو لیکو ته تبلیغات کوي او وسله وال جذبوي.

    د ورځپاڼې په باور داسې ښوونکي هم سته دي چي د ورځې تدریس کوي او د شپې ټوپک اخلي او جګړه کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی