په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزي په دې هکله چې ولئ یې ټرمپ ته شخصي پېغام نه دی لېږلی، څرګندونې وکړي

    کرزي: ولس کولای شي په افغانستان کې سوله راولي

    © Sputnik/ Alexander Natruskin
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي وايي، یوازې ولسونه کولی سي په افغانستان کې د جګړې لمن ټوله کړي او سوله راولي.

    نوموړي نن د خپل کار په دفتر کې د ګوجر قوم له مشرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات د هېڅ بهرني په لاس کې نه ده، بلکې که افغانان وغواړي او ولسونه سره یو لاس سي کولی سي خپل هېواد د امن او سولې پر کور بدل کړي.

    د حامد کرزي په وینا ولسونه کولی سي ځان ددې جګړې له اوره خلاص کړي او د خپل هېواد په سوکالۍ کې ونډه واخلي.

    په دې لیدنه کې د ګوجر قوم استازو ژمنه کړې چې هېواد کې به د تل پاتې سولې او سوکالۍ لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

    هغه له ولسمشر کرزي مننه کړې چې د هېواد بچیانو ته یې د زده کړو او تعلیم زمینې برابرې کړې.

    پخواني ولسمشر هم له دوی غوښتي چې د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې د هېڅ راز هڅې نه سپموي او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د ښه نسل روزل د ننیو مشرانو کار دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی