په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی:خبرنگاران باید دوست و دشمن خود را بشناسند

    غني: مونږ ټول مسئولیت لرو چې پر ټپونو پټۍ کېږدو

    © Photo/ Ajmal Tareen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9810

    د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه، ملي یووالي حکومت له پیل څخه تراوسه هڅه کړې چې جنګ په سوله بدل کړي او دې حکومت په پراخ لیدلوري سره کار پیل کړی دی.

    د کابینې د نننۍ غونډې په پیل کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه، جمهور رئیس په ملي یووالي حکومت کې په یووالي او زیاته همغږي ټینګار وکړ.

    جمهور رئیس غني وویل، مونږ ټول مسئولیت لرو چې په پخوانيو ټپونو پټۍ کېږدواو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوو.

    محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې موږ باید سیاسي میدان پراخ کړو او دا کار مدیریت او حوصله غواړي.

    هغه دې ته په اشارې چې مونږ هڅه کوو د سولې د تامین ترڅنګ، کړکیچ په ثبات او جګړه په سوله بدله کړو وویل، زموږ نننۍ اړتیا اتفاق او ملي یووالی دی او ملي یووالي حکومت د ټاکنو ترسره کېدو پورې په همغږۍ او اتفاق خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

    جمهور رئیس غني وویل، زموږ ټولو دنده داده چې د عدالت د تامین ترڅنګ د هېواد ملي ګتو ته هم پام وکړو.

    جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې او محکمې ته په فساد دککړو ځینوکسانو د معرفي کولو له امله یې د کورنیو چارو وزارت د اقداماتومننه وکړه.

    محمد اشرف غني وویل، حکومت باید ټولو هېوادوالو ته په مقرریو کې یو شان فرصتونه برابر کړي او مقررۍ باید د قومي او سمتي روحیې له مخې نه وي. هغه زیاته کړه، معلوماتو ته د لاسرسي قانون مطابق خلک حق لري پوه شي چې ګمارنې څه ډول ترسر کېږي.

    وروسته د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د جمهور رئیس د خبرو په تائید وویل، ملي یووالي حکومت د یوې ا ړتیا او تاریخي پرېکړې په اساس رامنځته شوی.

    اجرائیه رئیس زیاته کړه، خلک زیات وخت لري چې دملي یووالي حکومت د کړنو په اړه قضاوت وکړي. هغه څرګنده کړه، ملي یووالي حکومت داسې مهال مسوولیت واخېست چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او خلک له ستونزو او خنډونو سره مخ وو، اما ملي یووالي حکومت کوښښ وکړ چې له یوې خوا دخپل هېواد او خلکو دفاع وکړي او له بلې خوا نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

    ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، ملي یووالي حکومت په اتحاد او همغږۍ سره هغه لار ه چې د افغانستان خلکو ته دخدمت لپاره یې په مخ کې ده، دوام ورکړي

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی