په ژوندی پڼه خپرونه
    Рукопожатие на деловом заседании

    یاري: په قراردادونو کې ۱۸،۳میلیارډه افغانۍ سپما شوی

    © Fotolia/ Lenetsnikolai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 711

    یما یاري وویل: د ۲۴۶۰ قراردادونو له ډلې نه چې د دغه ادارې له لوري څیړل شوي ۲۱۰۰ قراردادونه یې منظور شوي، چې مجموعي ارزښت یې ۳۴۵میلیارډو افغانیو ته رسیږي.

    د تدارکاتو د ملي ادارې مشر یما یاري نن په هغه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه د تدارکاتو د عامه نظام د اصلاح او سموونې او د دغې ادارې د دوه کلنې لاسته راوړنې په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړل.

    یاري زیاته کړه چې ددې بهیر په لړ کې ۱۸،۳میلیارډه افغانۍ سپما شویدي.

    هغه په افغانستان کې د عامه تدارکاتو په ځانګړي رول او اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: اوسمهال زموږ شاوخوا په سلو کې ۱۹کورني ناخالص تولیدات اود ملي بودجې نږدې په سلو کې ۵۰ سلنه د عامه تدارکاتو له لارې په مصرف رسیږي.

    یاري وویل، د تدارکاتو د ملي ادارې د څیړنو له مخې په لسګونو شرکتونه د سرغړونکو په توګه پیژندل شوي او تراوسه له سلو زیات شرکتونه د داوطلبۍ له بهیره بې برخې او د دې ادارې په تورلست کې شامل شوي دي.

    د ملي تدارکاتو د ادارې رییس وایی: شاوخوا ۳ میلیونه ډالره د بې برخې شويو شرکتونو د تضمینونو د ضبطیدو له درکه ترلاسه شوي او دولتي عوایدو ته انتقال شوي دي.

    یاري که څه هم د فساد سره مبارزه لویه ننګونه ګڼي خو ټینګار کوي چې اداره یې دا توان لري چې له هر راز فساد سره بې امانه مبارزه وکړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی