په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف: د طالبانو د ګډون نه پرته د افغانستان د شخړې د حل تصور سخت دی

    لاوروف: د طالبانو د ګډون نه پرته د افغانستان د شخړې د حل تصور سخت دی

    © Photo/ Twitter/MFA Russia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43730

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف پدی باور دي، چې د طالبانو د ګډون نه پرته د افغانستان د شخړې د حل تصور سخت دی.

    سېرګې لاوروف د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلیرسون د خبرو اترو نه وروسته په خبري غونډه کې وویل: «موږ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې د پلي کولو په موخه، چې د افغانستان د حکومت لخوا وړانديز شوی وو، طالبانو سره کار کوو. د پریکړې پر بنسټ طالبان باید د سیاسي پروسې برخه وګرځي، ددي لپاره هغوی باید د افغانستان اوسني اساسي قانون په رسمیت وپیژني، د تاوتریخوالی او ترهګري څخه لاس واخلي. دا د ټولو لپاره د طالبانو سره د کار کولو یوازې بنسټ دی. په همدي بنسټ د افغانستان حکومت هم چمتو دی چې هغوی سره خبري اتري وکړی.»

    هغه زیاته کړه، چې طالبان د افغانستان د ولس یوه برخه ده.

    لاوروف: «د دوی د ګډون نه پرته، د هیواد د شخړې د حل تصور سخت دی. په ځانګړې توګه د ناټو د ځواکونو د کړنو نه وروسته چې په تیرو ۱۰ کالونو کې یې ترسره کړی، هغوی نه یوازی د افغانستان کومه ستونزه نده حل کړی بلکه داعش ته يې د راتګ اجازه ورکړه، چې په هیواد کې د تروریستي ګواښ د ودی سبب ګرځيدلی.» 

    اړیکه ټینګوونکی:

    تیلرسون رد نه کړه چې امریکا ته د لاوروف سفر ښايي د اړیکو د ښه کولو يوه نښه وي
    لاوروف واشنګټن ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې به د تیلرسون سره وګوري
    لاوروف: روسيه او ایتلافي ځواکونه باید په سوریي کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په موخه په ګډه هڅي وکړی
    لاوروف: په سوریه کې د روسیې او سعودي عربستان داسې توپيرونه، چې حل نه شي، نشته
    لاوروف: دامریکا څرګندونې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، بې بنسټه او دروغ دي
    لاوروف د اوسني نړیوال سیاست په هکله: هیڅ اصول نشته
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی