په ژوندی پڼه خپرونه
    مسلمیار

    مسلمیار:د برېښنايي تذکرو لپاره اخیستل شوې آزموینه د منلو وړ نه ده

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    148240

    هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون له لوري پښتو ژبه له پوښتنپاڼو واېستل شوه.

     د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د اداري اصلاحاتو پر کمیسیون غږ کړی چې د برېښنايي تذکرو د ويش بستونو لپاره دې اخیستل شوې ازموينه لغوه او له سره دې نوې ازموينه واخيستل شي.
    ښاغلي مسلمیار د مشرانو جرګې په غونډه کې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون له لوري پښتو ژبه له پوښتنپاڼو واېستل شوه.
    فضل الهادي مسلمیارد اداري اصلاحاتو دا اقدام د افغانستان په لر او بر کې له توندو نیوکو سره مخ شو.
    ښاغلي مسلمیار وویل "د آزموينې لپاره دې يو ميکانيزم جوړ شي او پوښتنې دې په دواړو ژبو(پښتو/دري) وي.
    د افغانستان د مشرانو جرګې د رییس پر فېسبوک پاڼې خپاره شوي پیغام کې راغلي چې جرګې راتلونکې عمومي غونډې ته دې د برېښنايي تذکرو د دفتر مسوولين سپیناوي لپاره ور غوښتي.
    خو د اداري اصلاحاتو کمیسیون د مشرانو جرګې له غبرګون سره سره د د دغو ناندرییزو آزموینو پایلې اعلان کړې.
    د اصلاحاتو کمیسیون مشر نادر نادري چې په لارښوونه یې پوښتنپاڼې یوازې په دري ژبه چمتو شوې وې او نوموړى له دې امله له سختو نیوکو سره مخ شوی پر خپل فېسبوک پاڼې د خپاره کړي پیغام له لارې یې د خپلې دغې کړنې د توجیه کولو هڅه کړې.
    ښاغلي نادري ویلي د آزموینې ګډونوالو په خپلو سوانحو کې لیکلي چې په دواړو ژبو پوهېږي.
    خو د نوموړي دا دلیل د خلکو لخوا په لیکلو تبصرو کې د قناعت وړ نه دی بلل شوی او دا اقدام یې له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی او دا ټکی د مشرانو جرګې غړو هم په خپل آزاد بحث کې را غبرګ کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی