په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan National Army (ANA) soldiers stand next to an outpost where 12 soldiers were killed by their comrades in the northern city of Kunduz, Afghanistan September 27, 2016

    افغان ځواکونه: په کندز کې وسله وال په شا شوي

    © REUTERS/ Nasir Wakif
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29 0 0

    افغان ځواکونودکندز له اطرافو دوسله والو طالبانو کمربندونه په شاکړي اوجګړه لااوسه هم دوام لري.

    په همدې اړه دکندز دسپین زر زون عمومي قوماندان شیر عزیز کامه وال ویلي چي په دې جګړه کې یې دوسله والو مهم قوماندانان وژلي چي دجګړې له لیکو دپرشاکیدو سبب همدا شوي ،هغه ویلي چي په کندز ښارباندې دخان اباد له لورې تهدید اوفشار وخو دهغوی دمشرانو په وژل باندې سیمه تخلیه شوې ده.

    قوماندان وايي چي دوسله والو دوه تن مشران چي دملاجابر شمشاد او ناصري په نوم سیمه یې ډیره نا ارامه کړې اوتل به یې تعریضي حملې کولې په سیمه افغان ځواکونه د دوی ترتهدید لاندې و،خواوس دوی هغه ووژل.

    خو نورې سرچینې بیا وايي چي خان اباد کې وسله وال اوس هم شته ،هغوی وايي چي دکندز تخار لاره لا اوس هم بنده پاتي ده ،مګرافغان دولت وايي چي دوه کیلومیټر په شاشوي اوسیمه کې دوسله والو تهدید کم شوی دی.

    خوپه دې اړه وسله ولو څه نه دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی