په ژوندی پڼه خپرونه
    شورای وزیران

    افغان جمهوررئیس: هڅه کوو چې جنګ په سوله بدل کړو

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    جمهور رئیس څرګنده کړه، زموږ نننۍ اړتیا، اتفاق او ملي یووالی دی او د ملي یووالي حکومت د ټاکنو ترسره کولو پورې په بشپړه همغږۍ خپل کار ته دوام ورکوي او دا خپله دنده بولو چې د عدالت د تامین ترڅنګ، د هېواد ملي ګټې هم د افغانستان د اساسي قانون مطابق په پام کې ونیسو.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

    په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د وفاق، یووالي او ملي وحدت په اړه خبرې وکړې، وې ویل د ملي یووالي حکومت له پیل څخه تر اوسه هڅه کړې چې جنګ په سوله بدل کړي، او په دې برخه کې یې په پراخه لیدلوري، سالم مدیریت، حوصلې او پوره اتفاق د سیاست د ډګر پراخوالي کار پیل کړی دی. هغه زیاته کړه، ملي یووالی خپل مسولیت بولو تر څو په تېرو ټپونو پټۍ کېږدو او د ستونزو د حل لپاره موثرې لارې ولټوو.

    جمهور رئیس څرګنده کړه، زموږ نننۍ اړتیا، اتفاق او ملي یووالی دی او د ملي یووالي حکومت د ټاکنو ترسره کولو پورې په بشپړه همغږۍ خپل کار ته دوام ورکوي او دا خپله دنده بولو چې د عدالت د تامین ترڅنګ، د هېواد ملي ګټې هم د افغانستان د اساسي قانون مطابق په پام کې ونیسو.

    دغه راز د افغانستان جمهور رئیس د هېواد او ملي ګټو د ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا، مبارزه او سرښندنې وستایلې او محکمې ته یې په فساد ککړو ځینو کسانو د معرفي کولو له امله د کورنیو چارو وزارت د اقداماتو مننه وکړه.

    محمداشرف غني څرګنده کړه، حکومت په مقرریو کې ټولو هېوادوالو ته یو شان فرصتونه برابروي او مقررۍ باید د قومي او سمتي روحیې له مخې نه وي.

    وروسته د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهوررئیس د خبرو په تائیدوویل، ملي یووالي حکومت د یوې اړتیا او تاریخي پرېکړې په بنسټ رامنځته شوی دی، د ملي یووالي حکومت داسې مهال خپل کار پیل کړ چې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتو وو او خلک له ستونزو او خنډونو سره مخ وو، خو د ملي یووالي حکومت له یوې خوا د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړه او له بل پلوه یې په بېلابیلو اقتصادي او اجتماعي برخو کې په بشپړ یووالي او همغږۍ دخلکو خدمت ته دوام ورکوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی