په ژوندی پڼه خپرونه
    Нож в крови

    ملا حامد او ۲ تاجکستانی ترهګر ووژل شول

    © Fotolia/ Showcake
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    د هرات ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال ملا حامد په ګډون ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د کندز د خان آباد د لويي لارې په اوږدو کې د ۲ تنو تاجکستانی ترهګرو په شمول ۸ تنه طالب تروریستان وژل شوي .

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو تاجکستانی ترهګرو په شمول ۲۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۲تنه نور ټپيان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، لوګر، کندهار، ارزګان ، زابل، هرات، فراه ، کندز فاریاب ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې دسرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي ،۵ تنه ټپیان او ۱۱ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د هرات ولایت د ادرسکن په ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال ملا حامد په ګډون ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د کندز — خان آباد د لويي لارې په اوږدو کې د ۲ تنو تاجکستانی ترهګرو په شمول ۸ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی