په ژوندی پڼه خپرونه
    محقق

    محقق: څوک چې د خلکو سرونه پرې کوي اسلامی او انساني توجيه نه‌ ‌لري

    © Photo/ دفتر محقق
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29 0 0

    د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق وایی، د ولسي وګړو وژل او په جوماتونو کې انفجار کول هېڅ ډول انساني توجيه نه‌ لري.

    د محقق وویل هغه څوک چې د خلکو سرونه پرې کوي او تاويخوالي ته لمن وهي د اسلام خلاف کړنې ترسره کوي.

    نوموړی چې نن‌ يې په باميانو کې د سولې او عدالت په نوم يوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، د ولسي وګړو وژل او په جوماتونو کې انفجار کول هېڅ ډول انساني توجيه نه‌لري.

    محمد محقق په خپلو خبرو کې يو وار بيا له طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.

    دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له کلونو جنګ وروسته د افغان حکومت سره سوله وکړه او يوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغی.

    د سياسي چارو شننونکي وايي، د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتيار يو ځاي کېدل د ټولو لپاره يو ښه مثال دی او بايد چې نورې وسله والې ډلې هم د حکمتيار په پله پل کېږدي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی