په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش

    د داعشیانو یو مشر د سولې له پروسې سره يو ځاى سو

    © Flickr/ Global Panorama
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 837 0 0

    دغه کس وفادار نوم لری او وايي چي داعش ډله د عايداتو پيدا کولو په موخه د خلکو فصلونه، ونې او مالونه په ظلم سره نيسي او بې ګناه وګړي په شهادت رسوي.

    د داعش په ليکو کي د ننګرهار ولايت په چيرهار، کوټ او هسکي مېنې ولسواليو کي په تخريبي کړنو بوخت و.

    چارواکي وايي چي د ننګرهار ملي امنيت رياست په هڅو د داعش وسله والې ډلې د پنځلس کسيز ګروپ مشر د سولې له پروسې سره يو ځاى سوى.

    د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، دغه قوماندان وفادار نومېږي او په نېک عمل مشهور دى چي د يو ميل تومانچي، يوې مخابرې او دوه لاسي بمونو سره له سولې بهير سره يوځای سو.

    د هغه په وينا، وفادار د داعش په ليکو کي د دې ولايت په چيرهار، کوټ او هسکي مېنې ولسواليو کي په تخريبي کړنو بوخت و چي په دې وروستيو کي د حقيقت په درک کولو او د ملي امنيت په هڅو يې له دايمي مخالفت څخه لاس واخيست.

    وفادار وايي، هغه تر دې وړاندې طالب وسله والو سره په تخريبي کړنو بوخت و؛ خو کله چي د داعش ډله رامنځته سوه؛ نو له دوی سره يوځاى سو او تر پخوا يې په ډېر ظلم او وحشت لاس پورې کړ.

    نوموړي زياته کړه، د دوی په ليکو کي د بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو وګړو هم ګډون در لود او د ګاونډيو هېوادونو څخه رهبري کيدل.

    هغه وايي: ((داعش ډله د عايداتو پيدا کولو په موخه د خلکو فصلونه، ونې او مالونه په ظلم سره نيسي او بې ګناه وګړي په شهادت رسوي، چي زه اړ سوم له مخالفت څخه لاس واخلم او له حکومت سره يو ځای سوم.))

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی