په ژوندی پڼه خپرونه
    An Afghan National Army (ANA) soldier takes up position at the site of a suicide car bomb attack in Kabul, Afghanistan. (File)

    افغان ځواکونو،زیباک بیرته نیسو

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1610

    دا عمليات د ځانګړو ځواکونو، سرحدي پوليسو او ولسي پاڅونوالو له خوا پر مخ بېول کيږي.

    د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې تر راتلونکې يوې، دوو ورځو پورې به زيباک ولسوالي د طالبانو له ولکې خلاصه کړي.

    د بدخشان ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د زيباک ولسوالۍ د نيولو لپاره عمليات روان دي، چې امنيتي ځواکونه په کې د پرمختګ په حال کې دي.

    سرچينې زياته کړې، چې دا عمليات د ځانګړو ځواکونو، سرحدي پوليسو او ولسي پاڅونوالو له خوا پر مخ بېول کيږي.

    د بدخشان ولايت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې دغه راز ويل سوي، چې په عملياتو کې تر دې مهاله تر ۱۰۰ ډير وسله وال وژل سوي دي.

    د دې ولايت زيباک ولسوالي دوې اونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته پريوته.

    وسله والو طالبانو هم د زيباک ولسوالۍ تر نيولو وروسته پر اشکاشم ولسوالۍ بريدونه وکړل، چې د حکومتي ځواکونو له لوري پر شاه وتمبول سول.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی