په ژوندی پڼه خپرونه
    رحیمی

    رحیمي: د سولې په اړه د مسکو هر ډول خبرې د افغان حکومت په هم‌غږۍ کې ترسره شي

    اجرایه ریاست
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3210

    د افغان حکومت اجرایه ریاست وايي، که روسیه او بل هر هېواد غواړي د وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو سره خبرې اترې وکړي، نو باید د افغان حکومت سره په پوره هم‌غږۍ يې مخ ته بوځي.

    همدارنګه څو موده وړاندې ناتو له روسیې غوښتنه وکړه، چې باید د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي. خو په افغانستان کې د روسیی هیواد ځانګړي استازي د طالبانو د تمویل او تجهیز تور په کراتو رد کړی دی.

    د  ریاست ویاند زیاته کړه، چې حکومت په مشروط ډول د سولې هر ډول خبرو ته پوره چمتووالی لري. د ۵ شنبې په ورځ کابل کې د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ دا هم وویل، چې افغان‌ حکومت د ټولو مخالفو ډلو له‌پاره د سولې دروازې پرانستي دي.

    رحیمي زیاته کړه، چې حکومت د افغان سولې په اړه له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د ګاونډیو هیوادونو خبرې اترې پرځای بولي، خو اساسي شرط ورته دا ږدي، چې باید دا شان اړيکې او مذاکرات افغان مشرانو سره په سلا مشورو ترسره شي.

    دا په داسې حال کې ده، چې په‌دې وروستیو کې د نړېوالو او داخلي چارواکو له‌خوا پر روسیې هېواد تور پورې شوی، چې په مستقیم ډول وسله‌والو طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې تود ساتلو په موخه وسلې ورکوي.

    څه موده وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د ناټو د وزیرانو په عمومي غونډه کې له روسیې غوښتنه وکړه، چې باید د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي، خو مسکو بیا ناټو په افغانستان کې ناکام بللی دی.

    د افغانستان له‌پاره د روسیې ځانګړی استازی: که څه هم د افغانستان له‌پاره د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اقرار کړی و، چې دوی د وسله‌والو طالبانو سره اړيکې لري او دا یې یو معمول امر بللی و، خو روسي چارواکي بیا په افغانستان کې د طالبانو د تمویل او تجهیز تور په کراتو رد کړی دی.

    همدارنګه څو موده وړاندې  جنرال رادمنش له سپوتنیک سره په مرکه کې ویلی و چې هیڅ داسی نشی ترلاسه کړی نه دی وشی روسیه له طاببانو سره نظامی مرستی کړی یي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی