په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan National Army (ANA) arrive at the site of a suicide car bomb attack in Kabul, Afghanistan April 19, 2016.

    جنرال وزيري: له زیباک ولسوالي نه طالبان و ایستل شول

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3510

    هغه وویل: "له نېکه مرغه افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د يوې بشپړې همغږۍ په ترڅ کې وکولى سول، څو ياده ولسوالي بيرته تر خپلې ولکې لاندې راولي."

    د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو بېرته د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ ونيوله. د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، د بدخشان زيباک ولسوالۍ د روانې مياشتې په اتمه د طالبانو د يوه ډله ييز بريد په ترڅ کې سقوط کړى و، چې له هغه وروسته امنيتي او دفاعي ځواکونو د يادې ولسوالۍ بيرته نيولو لپاره چاڼيز عمليات پيل کړل.

    د وزيري په وينا، په يادو عملياتو کې هغه درې هاموي موټر چې د وسله والو له لوري ضبط سوي و، له منځه وړل سوي، پنځه رينجر موټر ترلاسه سوي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې ياد عمليات دوام لري.

    د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل، دغه عمليات به د ياد ولايت د وردوج ولسوالۍ لوري ته هم دوام پيدا کړي.

    بلخوا د امنيتي ځواکونو د ځانګړو قطعو قوماندان جنرال جلال يفتلي وايي، چې د زيباک ولسوالۍ په دوه ورځنيو عملياتو کې شاوخوا ٣٥ وسله وال مخالفين وژل سوي، چې په يادو کسانو کې شپږ بهرنيان هم شامل دي او دغه راز د وسله والو مخالفينو ٢٠ پوستې هم له منځه وړل سوې دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی