په ژوندی پڼه خپرونه
    په کابل کی پارلمان ته څیرمه یوه چاودنه وشوه

    کابل کې د اوبو رسونې رياست پر کارکوونکو چاودنه وشوه

    © AP Photo/ Allauddin Khan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6510

    د کابل امنیتي چارواکي وايي، په چاودنه کې وژل سوي او ټپيان د اوبو رسونې رياست کارکوونکي دي.

    سرچیني ویلي چې وژل سوي دوه ښځې دي او ټپيان نارينه دي.

    د کابل ښار د ۱۶مې امنيتي حوزې اړوند د لومړيو مکروريانو په سيمه کې د اوبو رسونې رياست په موټر کې د مقناطيسي ماين چاودنې دوه کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

    د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس مل پاسوال محمد سالم الماس وويل چې دغه چاودنه نن سهار اووه بجې او شل دقيقې رامنځته سوه.

    دى وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او روغتون ته لېږدول سوي دي.

    تر اوسه چا د دې چاودنې مسووليت نه دی منلی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د ملی شورا پر موتر چاودنه شوی
    کابل کی چاودنه وشوه
    په کابل کې ارګ ته څیرمه زوروه چاودنه وشوه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی