په ژوندی پڼه خپرونه
    د حکمتیار حزب: افغان حکومت ته مو د خپلو وسله والو نوم لړ ورکړی

    د حکمتیار حزب: افغان حکومت ته مو د خپلو وسله والو نوم لړ ورکړی

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7810

    دغه حزب وايي چي نژدې ټولو دغو کسانو مسلکي روزنه لیدلې او مخکینیو دولتونو سره یې کار کړی دی.

    خو د افغانستان دفاع وزارت د حزب اسلامي د زرګونو کسانو د نوم لړ ورسپارلو په اړه بې خبري ښيي وايي، هر هغه څوک چي په پوځ کي د شاملېدو شرطونه پوره کړي ګمارنه یې شونې ده.

    د حزب اسلامي غړي وایي، افغان حکومت ته یې د خپلو ۳۵۰۰ وسله والو نوم لړ ورکړی چي د امنیتي ځواکونو په لیکو کي یې شامل کړي.

    د دغه حزب په وینا، ډیری دغه کسان مسلکي دي او پوځي تجربه لري.

    کابل ته د حکمتیار له راتګ نه شاوخوا یوه اونۍ وروسته اوس د دغه حزب مخکښ غړي وايي، چي د زرګونو کسانو نوم لړ یې دفاع وزارت ته سپارلی چي د ګومارنې او تقاعد په اړه یې پرېکړه وکړي.

    د اسلامي حزب ویاند قریب الرحمن سعید په دې اړه وویل چي نژدې ټولو دغو کسانو مسلکي روزنه لیدلې او مخکینیو دولتونو سره یې کار کړی دی.

    د حزب دا کدرونه چي پخواني پوځي کسان دي د جهاد په وخت کي له دغه ګوند سره یوځای سوي او ځینې یې پاکستان ته کډوال سوي هم وو.

    د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د حزب اسلامي د زرګونو کسانو د نوم لړ ورسپارلو په اړه بې خبري ښيي خو وايي، هر هغه څوک چي په پوځ کي د شاملېدو شرطونه پوره کړي ګمارنه یې شونې ده.

    د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړې پر بنسټ د دغه حزب نظامي برخه باید له منځه ولاړه سي او بې وسلې سي.

    د دغه حزب د معلوماتو پر بنسټ په کونړ، لغمان، ننګرهار او یو شمېر شمالي ولایتونو کي له وګړو یې د سلاح را ټولول پیل سوي.

    حزب اسلامي وايي، د سولې له هوکړې وروسته یې وسله والو له دولت سره جګړه بنده کړې خو په هغو سیمو کي چي نور وسله وال دي د ځان د دفاع لپاره یې د افغان ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    جمعيت اسلامي: حزب اسلامي، د ملي مقاومت او جمعيت په اړه دې کنايه و نه کاروی
    د کابل اوسېدونکي د حزب اسلامي له وسله والو نه وېره لري
    د بلخ والي:د حزب اسلامي جنګيالو خپلې وسلې نه دې سپارلې
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی