په ژوندی پڼه خپرونه
    ارګ: پرجنرال رازق لګېدلي تورونه وڅېړل سي

    ارګ: پرجنرال رازق لګېدلي تورونه وڅېړل سي

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1609 0 0

    د افغانستان ولسمشر اشرف غني امر کړی دی، چي د کندهار پر امنيه قوماندان جنرال عبد الرازق لګېدلي تورونه دې وڅېړل سي.

    د ولسمشر غني مرستيال وياند نجيب الله ازاد ويلي چي د روانې اوونۍ تر پايه به دا او له قانون څخه د نورو دولتي چارواکو د سرغړونو تورونه وڅېړل سي.

    نوموړي دا خبرې وروسته له هغه کړي چي د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د کندهار پر امنيه قوماندان تور پورې کړ، چي د بنديانو په شکنجه کي لاس لري.

    د دې کمېټې رييس ينس مودوېګ وويل: «هغه ادعاوې چي موږو يې لرو، تر ډېره جدي دي.

    د جنرال رازق تر قوماندې لاندې په سيستماتيک ډول شکنجه ترسره کيږي.

    موږ دا معلومات له چارواکو سره مطرح کړي او هيله لرو مرسته مو کړې وي».

    د ارګ مرستيال وياند ښاغلي ازاد له دې وروسته وويل، چي ولسمشر غني امر کړی چي پر هر دولتي مقام لګېدلي دا ډول تورونه دې وڅېړل سي.

    «ولسمشر د دې راپور او د چارواکو په اړه د ټولو شکايتونو د څېړنې ځانګړې لارښوونه کړې ده، راتلونکي پنجشنبه بله غونډه لرو چي د دې راپور په اړه به څېړنه وسي، که پر چا تورونه ثابت سول، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي سي».

    سره له دې چي جنرال رازق د ځان په اړه دغه راپورونه رد کړي دي، خو د نوموړي په اړه پخوانيو ګڼو راپورونو ښودلې ده چي د بنديانو په شکنجه او جنګي جرمونو کي ککړ دی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د دوستم پلویان: د غني سلاکاران د دوستم د ترور هڅه کوي
    نجیب الله ازاد د غني د ویاند مرستیال په توګه مقرر شو
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی