په ژوندی پڼه خپرونه
    په شما کي تړل شوې لاره پرانیستل شوه

    په شمال کي تړل شوې لاره پرانیستل شوه

    © AFP 2017/ KARAM AL-MASRI
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د کندوز – تخار لویه لاره تر يوې اونۍ وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانيستل سوه

    د کندوز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د کندوز — تخار لويه لاره پرون تر ماسپښين وروسته له وسله والو طالبانو نيول سوې وه، خو په لاره کي د ښخو سويو ماينونو له امله یې چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

    د دې لارې د پرانيستل کيدو لپاره له تیرې یوې اونۍ راپدېخوا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مينځ نښتې روانې وې.

    د دغې پنځه ویشت کیلومتره اوږدې لارې پر سر ټولې موجودې پوستې د طالبانو تر محاصرې لاندې وې او څو پوستې يې لا نیولې هم وې.

    د دې لارې د خلاصون عمليات تیره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو پيل کړي وو.

    له بلې خوا د کندوز د امنيې قومندانۍ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په چاردرې ولسوالۍ کي د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کي ۱۱ تنه طالبان وژل سوي چي د قاري احمدشاه په نامه ددغې ډلې یو قوماندان هم په کي شامل دی.

    په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بريد کي د ملي امنيتي ځواکونو هغه رنجر موټر هم له مينځه وړل سوی، چي وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو نيولی و.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    مسکو غواړي چې په کندوز کې د امريکا د هوائي بمباريو څيړنه وشي او سرغړه ونکی سزا وويني
    د بهرنيو چارو وزارت: امريکا د کندوز په بريد کې لاس نه درلود
    پنتاګون په کندوز کې د امریکا د هوايي بمباریو د څیړلو ژمنه وکړه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی