په ژوندی پڼه خپرونه
    جنرال رازق: شخصي زندان نه لرم

    جنرال رازق: شخصي زندان نه لرم

    © REUTERS/ Ahamad Nadeem
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 175 0 0

    رازق وویل چي شخصي زندان نه لري او ټولو دولتي زندانونه د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په منظمه توګه پلټل کیږي.

    دا په داسې حال کي دی چي د ملګرو ملتونو کي مشر ویلي و د کندهار امنیه قومندان جنرال عبد الرازق په خپله مستقیما د زندانیانو په ربړونه کي لاس لري.

    خو د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د ملګرو ملتونو وروستي تورونه رد کړي او هغه یې بې بنسته وبلل.

    د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په راپور کي چي دوه ورځی مخکی خپور سو، ویل سوي کمېټه د هغو ادعاوو له امله ژوره اندېښنه لري چي وايي د کندهار پولیس له زندانیانو سره زور زیاتی کوي، لکه د برېښنا شاټونه ورکوي، زندۍ کوي یې او د زندانیانو معدې ته په زور اوبه ننباسي.

    د ملګرو ملتونو دغې کمېټې سپارښتنه کړې چي د سویو ادعاوو په اړه دې بې پرې او سم لاسي پلټنې وسي.

    د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق نن يوي خبري ناستي ته وويل چي دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

    امنیه قومندان دا دده او افغان حکومت په وړاندي دسيسه بولي او وايي چي د پاکستان استخباراتي اداره په مستيم ډول لاس پکښي لري.

    قوماندان رازق زياتوي چي د دې تورونو د سپيناوي دپاره د افغانستان هري محکمې ته حاضر دى خو له هيواد نه بهر څيړنو ته نه حاضريږي.

    د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق چي د کلنو راهيسي د طالبانو او پاکستان په وړاندي خورا توندي څرګندوني کوي ، نوموړى واي پاکستان يي د هري لاري د ځپلو هڅي کوي خو د وطن او خلکو د ساتني دپاره د هيڅ چا فشار ته سر نه ټيټوي.

    رازیق وویل چي دا کړني د پوليسو په ليکو کي هغه کسان کوي چي له دندي ناوړه استفاده کوي او له دې لاري خپلي شخصي دښمنۍ پالي خو دوى يي په تور تر دوه سوه زيات کسان چي د ولسواليو قوماندان ، د حوزو امرين او نور عادي پوليس پکښي شامل دي نيولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    متحده عربي امارات ، جنرال رازق د کندهار د پېښې مسوول ګڼي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی