په ژوندی پڼه خپرونه
    وزیری: د جګړه مارانو پر وړاندی یرغلیز بریدونه دوام لري

    وزیری: د جګړه مارانو پر وړاندی یرغلیز بریدونه دوام لري

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    تورنجنرال دولت وزیری د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند وایي د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د جګړه مارانو او تروریستانو پر خلاف یرغلیز بریدونه دوام لري.

    د دین او سولې دښمنانو چې د غلچکیو تروریستي بریدونو په واسطه یې د خلکو ژوند ګواښوو او د پردیو په ملاتړ يې د هېواد په شمالې ا و شمال ختیځو ولایتونو کې ئې د ملی حاکمیت د پراختیا د مخنیوي هڅې کولي د بد خشان، کندز، تخار او بغلان په ولایتونو کی د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو په نتیجه کي د رنه مرګ ژوبله لیدلې او مرکزونه يي له منځه وړل شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده، کوماندو، ضربتی او خاصو ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ تر سر شوي د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالي چه په موقتې ډول د تروریستانو تر واک لاندي وه، دا مهال په بشپړ ډول د دولتی حاکمیت او امنیتي دفاعي ځو اکونو په واک کې ده او عملیاتې ځواکونه د مات شوو او تښتېدولو جګړه مارانو د کلې په کلي د لټون په عملیاتو بو خت دي ، د اشکاشم ، یمګان،بهارک او کشم په ولسوالیو کې ګډ چاڼیز او تعرضی عملیات روان د ي او د تخار ولایت د مرکز تالقانو او کندز ولایت تر منځ لاره د ترافیکو د بهیر پر مخ خلاصه ده او د کندز د ښار په شاو وخوا سیمو د خان آباد ، دشت ارچې او قلعه ذال په ولسوالیو کي د ترهګرو په مرکزونو ځمکني او هوايي بریدونه دوام لری. د بغلان ولایت د بورکي په ولسوالی کې د جګړه مارانو (۱۵) تنه وژل شوي ، او (۳۰) ټپیان شوي دي. او دا عملیات به د تروریستانو تر ورستیو ځپلو پورې دوام ولري.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    دفاع وزارت: ملا رحمت الله ووژل شو
    دفاع وزارت: ۱۰۹تنه وسله وال ترهګر ووژل شول
    دفاع وزارت: د طالبانو۵ مشران وژل شوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی