په ژوندی پڼه خپرونه
    پخوانی ولسمشر ته پیسی ورکول د حلکو په حق کی جفا دی

    پخوانی ولسمشر ته پیسی ورکول د حلکو په حق کی جفا دی

    © Photo/ Ajmal Tareen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    1169610

    د مشرانو جرګې نائب منشي ډاکټر فیصل سميع وايي، صبغت الله مجددي چي اووه کاله پخوا د مشرانو جرګې مشر و، په تېرو اوو کلونو کي د مشرانو جرګې په يوه عمومي غونډه او د کميسونونو په غونډو کي نه دی حاضر سوی.

    په داسې حال کي چي مجددي، موټر چلوونکو او ګاردانو ته يې مياشتينی معاش ورکول سوی چي ټول نږدې درويشت ميليونه افغانۍ کيږي.

    فيصل سميع ويلي، چي مجددي د ستونزو له امله جرګې ته نه دی حاضر سوی؛ خو هغه د ستونزو په اړه وضاحت ور نه کړ.

    د مشرانو جرګې هر غړی د مياشتې دوه لکه افغانۍ معاش لري او دوه اويا زره افغانۍ يې د موټر چلوونکو او ګاردانو معاش دی.

    ويل کيږي، مجددي په تېرو اوو کلونو کي هغه امتيازات هم ترلاسه کول چي پخواني ولسمشر ورته ځانګړي کړي وو.

    د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي مجددي ته ورکړل سوې پيسې د قانون خلاف او د خلکو په حق کي جفا بولي.

    بلخو د مجددي په مشرۍ د ملي نجات د جبهې وياند سيد اختيار سباوو ويلي، مجددي خپل معاش سرې مياشتې ته د مرستې په بڼه ورکړی دی؛ خو د سرې مياشتې وياند محمد ميران صداقت بيا د سباوون خبرې ردوي او وايي چي مجددي په تېرو اوو کلونو کي سرې مياشتې ته نغدې پيسې نه دي ورکړي.

    فيصل سميع وايي، تېره اوونۍ د جرګې اداري هييت پرېکړه وکړه، که چيرې د جرګې هر غړی بې له شرعي عذر او رسمي سفر لرلو پرته له يوې مياشتې زيات جرګې ته حاضر نه سي؛ نو معاش او امتيازات به يې پرې کړل سي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    غني د مجددي او سیاف کورونو ته د پوښتنې لپاره ورغی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی