په ژوندی پڼه خپرونه
    وکيلان: د امريکا ناسمه ارزوني د افغان خلکو ذهنيتونه مخشوش کړي

    وکيلان: د امريکا ناسمه ارزوني د افغان خلکو ذهنيتونه مخشوش کړي

    © AFP 2017/ BRENDAN SMIALOWSKI
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6510

    په ولسي جرګې کې وکيلان وايي چې امريکا د افغانستان وضعيت د ناسمه ارزولو سره د خلکو عامه ذهنيتونه مخشوش کړي.

    د امریکا د استخباراتو ملي ادارې رئیس (دن کوټس)د پنج شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمیټې ته، د افغانستان امنیتي وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کولو پرمهال ادعا وکړه، چې وسله وال طالبان به روان کال ددغه هېواد په لرې پرتو سیمو کې پرمختګ وکړي او د افغانستان امنیتي وضعیت به له اوسني حالته بدتر شي.
    دې څرګندونو په ولسي جرګې کې د وکيلانو غبرګونونه راپورته کړي، وکيلان وايي چې امريکا د افغانستان وضعيت په ناسمه توګه د ارزولو او په دې اړه د ضد او نقيض خبرو له لارې دغه هېواد هڅه کوي، چې د امنيتي وضعيت په اړه د خلکو عامه ذهنيتونه مخشوش کړي، او د افغانستان خلک او کاري ځواک له وضعيت څخه په تېښتې مجبور کړي.
    په ورته مهال يو شمېر پوځي شنونکي وايي، چې امريکا بايد ددغسې څرګندونو پرځای چې پايلې يوازې د وسلوالو طالبانو په ګټه له تبليغاتو بل څه نه دي، د وسلوالو طالبانو په تمويلي سرچينو فشار ډېر کړي، څو د دغو لارو له وچيدو سره يو ځای په افغانستان کې د جګړه ييز بحران د ډېرېدو احتمال کم شي.
    بل پلو، په داسې حال کې چې د امريکا حکومت د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتيژۍ د جوړولو په حال کې دی، يو شمېر شنونکي باور لري چې امريکايي چارواکي د افغانستان وضعيت په تړاو د ورته څرګندونو له لارې، په افغانستان کې د خپل پوځي او نظامي حضور پراخولو ته د زمينه سازۍ په هڅه کې دي:
    د امريکا د استخباراتي د ملي ادارې د رئيس وروستيو څرګندونو په تړاو دغه غبرګونونه داسې مهال دي، چې په عام باور امريکا د افغانستان جګړې په مهارولو کې پاتې راغلې، او اوس غواړي د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره دلته بیا د جګړې ډګر ته داخله شي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    امريکا په افغانستان کې د «القاعده» د يوه مشر وژل کيدل تائيد کړي ده
    په افغانستان کې د امريکا پنځلس کلن ماموريت ناکام بلل شوۍ
    جان کيري د افغانستان په اړه د بروکسل په غونډه کې چې د اکټوبرپه 4-5 جوږيږي د امريکا دپلاوي استازيتوب کوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی