په ژوندی پڼه خپرونه
    د پوهنې وزارت: کابل ښار کي زده کوونکي مسموم سوي

    د پوهنې وزارت: کابل ښار کي زده کوونکي مسموم سوي

    © Sputnik/ Alexei Kudenko
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د پوهنې وزارت د کابل ښار درېيمه ښوونيزه حوزه کي د ٥٠ زده کوونکو د مسموميت خبر ورکړ.

    د پوهنې وزارت د خپرونو رييس محمد کبير حقمل وويل چي ياد سوي زده کوونکي له پوهنې سره د مرستې يوه پروګرام کي نن سهار ٩:٣٠ مسموم سول چي د درملنې لپاره استقلال روغتون ته واستول سول.

    نوموړي زياته کړه چي د يادو زده کوونکو له ډلې ٢٥ تنه په روغتون کي تر درملنه لاندې دي او پاتې نور له روغتيايي خدمتونو وروسته رخصت سوي.

    د پوهنې وزارت د يادې سوې سرچينې په خبره، په ښوونځي کي د پاتې زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

    حقمل زياته کړه چي د وزارت لومړني معلومات څرګندوي چي دغه زده کوونکي د ښوونځي شاوخوا ونو کي د درمل پاشلو په سبب مسموم سوي دي.

    خو د استقلال روغتون د نرسنګ مدير داد محمد رسنیو ته وويل چي د درېيمې ښوونيزې حوزې په کلا وزير ښوونځي کي ٣٨ زده کوونکي مسموم سوي وو چي روغتون ته ور لېږدول سوي دي.

    هغه وويل:((يادې سوې نجونې ګنګس سوې وې او له لومړنيو خدمتونو وروسته يې اکثره له روغتون رخصت سوې دي.))

    نوموړي د مسموميت لامل څرګند نه کړ، خو وايي چي په دې برخه کي د روغتيايي ډلې څېړنې دوام لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی