په ژوندی پڼه خپرونه
    حزب اسلامی حکمتیار

    حکمتیار له وسلوالو طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 409 0 0

    په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر له ادرسه د افغان سولې په تړاو له ګلبدين حکمتيار سره اړيکې ټينګې کړي.

    کابل ته د ګلبدين حکمتيار له راتګ سره سم نوموړي په افغانستان کې د دولت له وسلوالو مخاليفانو سره د سولې خبرو د بيا پيل او په ياده برخه کې هدف ته د رسيدو په اړه د خپلو هڅو ژمنه وکړه.
    خو اوس تازه په کابل کې حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې وسلوال طالبان ورسره د سولې په هدف له بيلابېلو چينلو په اړيکه کې دي.
    د دغه ګوند مطبوعاتي رئيس وايي، چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر له ادرسه د افغان سولې په تړاو له ګلبدين حکمتيار سره اړيکې ټينګې کړي.
    نوموړی وايي چې د سولې په باب يادو اړيکو ته په پام طالبان هم جګړه د وضعيت حل لار نه بولي او په وينايي له حکمتيار سره په يادو خبرو کې وسلوالو طالبانو سولې ته لېوالتيا ښوولې ده.
    په ورته مهال حزب اسلامي چارواکي زياتوي چې د تعهد له مخې يې د خپلو نظامي افسرانو ۳۵۰۰ ليسټ چمتو کړی، چې تر نهايي کيدو وروسته به يې ملي دفاع وزارت ته وسپاري.
    د حزب اسلامي چارواکي وايي چې دغه کسان له نظامي پوهنتونو فارغ افسران دي او په نږدي راتلونکي کې به د خپلو قطعاتو ليسټ هم په امنيتي ځواکونو کې د مدغم کېدو په هدف ملي دفاع وزارت ته وسپاري.
    دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې داسې راپورته خپاره شول، چې حزب اسلامي د خپل نظامي تشکيل ۴۰۰۰ کسيز ليست ملي دفاع وزارت ته سپارلی، خو حزب وايي چې د دوی نظامي تشکيل تر لس زرو کسان اوښتی او په تدريجي توګه به ياد شمېر کسان په امنيتي او دفاعي ليکو ته دننه کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی