په ژوندی پڼه خپرونه
    ایران د تیلو دلېږدولو کچه ۷۰ سلنه ډیره کړه

    د نفتي موادو په تصدۍ کې مافیایي کړۍ خنډونه جوړوي

    © Fotolia/ Edelweiss
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2210

    د دې ادارې مسولان وایي، یوشمېر مافیایي کړۍ یې د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او په دې اداره کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې مخه نیولې ده.

    د نفتي مواد د تصدۍ د یوشمېر کارکونکو له اعتراض وروسته اوس د دې ادارې مسولان وایي د اصلاحاتو په برخه کې پر خپله پریکړه ولاړ دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په چارو کې یې لاسوهنه وکړي.
    د دې ادارې مسولان وایي، یوشمېر مافیایي کړۍ یې د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او په دې اداره کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې مخه نیولې ده.
    د نفتي موادو تصدۍ د تازه پریکړې پراساس ، یوشمېر کارکونکي له دندو لرې شوي او ظاهراً د اصلاحاتو په هدف یولړ تغیرات پکې رامنځ ته شوی چې دیادې ادارې د کارکونکو له مخالفت سره مخ شوي دي.
    خو د دې ادارې مسولان وایي، د اصلاحاتو په برخه کې پرخپله پریکړه ولاړ دي او په دې برخه کې د هیچا فشار ته هم نه تسلمیږي.
    د نفتي موادو د تصدۍ رییس وایي، هیواد ته د بې کیفیته نفتي موادو پر واردولو یې بندیز لګولی او له دې وروسته به بې کیفیته تېل ضبط او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.
    د نفتي موادو د تصدۍ ریاست مسولان وایي، په وروستیو دوه کلونو کې د دې ادارې عواید څو چنده لوړ شوي او د نوي سیستم په عملي کېدو سره به دغه کچه نوره هم لوړه شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی