په ژوندی پڼه خپرونه
    مزار

    شمال ته د پښتنو د تګ پرمخ خڼدونه

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 133 0 0

    د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، د کورنيو چارو وزير شمال ته د پښتنو د تګ مخه نیسي.

    د یادې جرګې ځینې غړي وايي، د کورنيو چارو وزير د بلخ او پروان ولايتونو امنيه قوماندانانو ته سپارښتنه کړې چي شمال ته د پښتنو له تګه مخنیوی وکړي.

    بل پلو سناتورانو د ملګرو ملتونو هغه راپور وغانده، چي د کندهار امنيه قوماندان يې پکي له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی.

    سناتوران وايي، په دې اړه کره اسناد او شواهد لري، چي د کورنیو چارو وزیر د پښتنو په اړه د شمالي ولایتونو چارواکو ته سپارښتنه کړې ده، خو ټينګار کوي چي تاج محمد جاهد په دې تړاو د ځواب ويلو لپاره مشرانو جرګې ته را وغوښتل سي.

    دغه راز سناتوران د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې هغه راپور بي اساسه بولي، چي له مخې يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له بشري حقونو په سرغړونې تورن سوی.

    د مشرانو جرګې غړي وايي چي د سيمې يو شمېر استخباراتي کړۍ په افغانستان کي د شخصيتونو د ترور په هڅه کي دي، او د ملګرو ملتونو دغه راپور هم د يادو هڅو بيلګه ګڼي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی