په ژوندی پڼه خپرونه
    افزایش شمار ماموران پولیس زن، اولویت‌ کاری وزارت داخله

    غني: افغان ښځې د جګړې قربانيانې دي

    © Flickr/ NATO Training Mission-Afghanistan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2 0 0

    جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغان ښځې په داسې حال كې د روانې تحميلي جګړې قربانيانې دي، چې هغوى د جګړې عاملانې نه، بلكې د جګړې شهيدانې، ټپيانې او كډوالې دي.

    نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ كې "افغان مېرمنې د سولې راوستونكې" په نوم څلورم سمپوزيم ته په وينا كې وكړې.
    جمهور رئيس غني زياته كړه، په افغاني فرهنګ كې هغه ادبيات، چې ښځو ايجاد کړي، د تاوتريخوالي سخت مخالفت پكې شوى دى.
    د هغه په وينا، د سولې لپاره د ښځو اقدامات په دې دليل هم ډېر طبيعي او لازمې ښکاري، چې ښځې په فطري او تاريخي لحاظ د سولې او ژوند خدمتګارانې او مدافعانې دي.
    د افغانستان جمهور رئيس وويل، د ښځو د حقونو په برخه کې تر هغه څه شاته پاتې دي، چې د اساسي قانون غوښتنه ده.
    د جمهور رئيس غني په خبره، په تېرو پنځلسو كلونو كې چې افغان مېرمنو کومې کاميابۍ ترلاسه کړي، تر ټولو لوى علت يې هغه فرصت دى، چې د اساسي قانون په برکت دوى ته برابر شوى دى.
    د يادونې وړ ده، چې "افغان مېرمنې د سولې راوستونكې" په نوم څلورم سمپوزيم ته د كابينې يو شمېر وزيرانو، د هلمند والي او يو شمېر نورو كسانو هم ويناوې وكړې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی