په ژوندی پڼه خپرونه
    گزارشگران بدون مرز: ناتو گفتگو با طالبان را لغو کند

    طالبان د حزب اسلامي څرګندوني پروپاګنډ بولي

    © Photo/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1702

    د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مشر قريب الرحمان سعيد ويلي و، چې د قطر دفتر له ادرسه ورسره د سولې په تړاو خبرې شوي دي.

    نوموړي همدا راز زياته کړې وه، وسله وال طالبان هم په هېواد کې د روانو ناخوالو د مخنيوي لاره د سولې خبرې اترې بولي.

    خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پهیوی خبرپاڼه کې دا خبرې رد کړي دي.

    د مجاهد په وېنا، چې له حزب اسلامي سره هيڅ ډول تماس نه دى نيول شوى او د حزب اسلامي غړي له حقيقت څخه لېرې پروپاګنډ کوي.

    د هغه په وېنا: ((د حزب مسئولینو ته په کار ده چي د اسلامي امارت له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي)).

    هغه همدا راز زياته کړې ده: ((د اسلامي امارت موقف دا دی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجایز او د دې هیواد د میلیونونو شهیدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي)).

    دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي ګوند مشر له خپل حضور وروسته په طالبانو غږ کړى و، چې له جګړو دې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي.

    حکمتيار همداراز زياته کړې وه، چې طالبان دې د سولې له لارې موخو ته د رسيدو هڅه وکړي، او که له دې لارې په هېواد کې د يوه اسلامي نظام پر جوړيدو بريالي نه شول، نو دی به يو ځای ورسره د جګړې لپاره غرونو ته پورته شي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی