په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    د غور په ولایت کې ۱۵ ترهګر وژل شوي

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1601

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د۴ تنو داعشیانو په شمول ۵۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان شوي دي .

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا ، خوست، غزنی، لوګر ،کندهار، ارزګان ، غور ، کندز، فاریاب ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د پکتیا ولایت د شواک او احمد خیلو په ولسوالیو کې ۲۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، د غور ولایت د رقص کن په کلي په اړوند سیمه کې ۱۵ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې په ولسوالیو کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

    همدا راز د په یادو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی