په ژوندی پڼه خپرونه
    A one euro coin is pictured on one US dollar notes on March 13, 2015 in Godewaersvelde, Northern France

    د راشد خان په مشرۍ د بند امیر لوبډله په ۱۵۰ زره امریکاییي ډالرو وپیرل شوه

    © AFP 2017/ PHILIPPE HUGUEN
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 62 0 0

    د راشد خان په مشرۍ د بند امیر لوبډله د ۱۵۰ زره امریکاییي ډالرو په بیه د پراګان نړیوال شرکت له خوا واخیستل شوه.

    د افغانستان د کورني کریکټ لیګ یا شپږیزې لوبډلې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې داوطلبي ته وړاندې شوې چې د پانګوالو او سوداګرو له خوا واخیستل شوې.
    تر اوسه د شپږیزې کریکټ لیګ څلور پړاوونه تیر شوي خو دا لومړی ځل دی چې لوبډلې د پانګولو له لوری په لوړو قیمتونو اخیستل کیږي.
    د لیلام په دې مراسمو کې چې تیره شپه (یکشنبې، د غویي ۲۴تمه) د کابل سرینا هوټل کې جوړ شوي و، نږدې ۲۵ کورني او بهرني شرکتونو او داوطلبانو ګډون کړی و.
    د کریکټ بورډ مشر، عاطف مشعل وایي د کریکټ دا پړاو به له تیرو پړاونو ډير ځانګړی او له نوښتونو ډک وي.
    مشعل وویل دا ځل به د داخلي لوبغاړو ترڅنګ لوبو ته بهرني لوبڅاران، تبصره کوونکي، روزونکي او انځور اخیستونکي هم را وبلل شي.
    همداشان دې پړاو کې ټولې لوبډلې کولای شي زیات بهرني لوبغاړي واخلي خو په لوبه کې یواځې دوه بهرني لوبغاړي د لوبې کولو اجازه لري.
    د یادو شرکتونو او شپږیزې کریکټ لیګ چارواکو ترمنځ دا تړون د دریو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
    په شپږیزه کریکټ لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې د سپین غر زمریان، د مس عینک اتلان، د کابل بازان، د بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي او د امو نهنګانو برخه لري، خو دې لوبډلو کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې تر ټولو لوړه او د سپن غر زمریانو لوبډله تر ټولو ټیټه وپلورل شوه.
    د راشد خان په مشرۍ د بند امیر لوبډله د ډیرو پانګوالو پام ځاته اړولی و او تر ټولو لوړ د ۱۵۰ زره امریکاییي ډالرو په بیه د پراګان نړیوال شرکت له خوا واخیستل شوه.
    همداشان د سپین غر زمریانو لوبډله چې مشري یې شفیق الله شفق کوي، د مسلمیار ګروپ له خوا په ۶۹زره امریکایي ډالرو واخستل شو.
    د کابل بازانو لوبډله د اصغر ستانکړي په مشرۍ جنرال پټرولیم شرکت لخوا په ۸۹۰۰۰ امریکایي ډالرو وپیرل شوه.
    د بند امیر ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ لخوا د ۱۰۲۲۲۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
    د بوست ساتونکو لوبډله دشاپور ځدران په مشرۍ د عارف عظیم ګروپ لخوا د ۵۴۵۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
    د میرویس اشرف په مشرۍ د آمو نهنګانو لوبډله د المصافي شرکت لخوا د ۷۴۹۶۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۱۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
    او د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلانو لوبډله د وزیرزي ګروپ لخوا د ۶۱۳۳۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۹۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
    د شپږیزې کریکټ لیګ راتلونکی پړاو د روان میلادي کال په جولای میاشت کې پيلیږي چې ټولې لوبې به په ژوندۍ بڼه د یک ټلویزیون له لارې خپرې شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی