په ژوندی پڼه خپرونه
    Арестованный мужчина в наручниках

    د عبدالرحیم شاه اغا وژونکې ونیول شو

    © Fotolia/ Jinga80
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 288 0 0

    نیول شوی کس نصیر احمد نومیږي او دوه کاله وړاندې د قاري محبوب په مرسته پروان کې طالبانو سره ځای شوی و.

    د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست چارواکو وایي هغه کس یې نیولی چې نږدې یوه اونۍ وړاندې یې د پروان ولایت د عالمانو د شورا د مشر د وژنې طرح جوړه کړې وه.
    دغه ریاست نن (دوشنبې د غویي ۲۵تمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوی کس ته دنده سپارل شوې وه څو په دغه ولایت کې یو شمیر دیني عالمان او قومي مشران ووژني.
    نیول شوي کس اعتراف کړی چې د پروان په دارالعلوم کې یې د برید طرح خپله جوړه کړې او له خپلې ډلې سره په دې هڅه کې و چې په دې ولایت کې ځيني نور عالمان او مشران هم ترور کړي.
    نږدې یوه اونۍ وړاندې د پروان ولایت په دارالعلوم کې د یوې چاودنې له امله د دغه ولایت د عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالرحیم شاه اغا ووژل شو او شپږ نور زده کوونکي پکې ټپيان شول.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی