په ژوندی پڼه خپرونه
    جنرال دوستم

    سمنګانیان: د جنرال دوستم قانوني واکونه غواړو

    © Photo/ دفتر مطبوعاتی معاون اول
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 110 0 0

    په سمنګان ولايت کې يو شمېر لاريون کوونکي وايي، که ولسمشر غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم واکونه ورنکړي؛ پر پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

    جنرال دوستم په وروستي يوه کال کې، څو ځلې له دې امله چې د ولسمشر له لوري اړين واکونه نه دي ورکړل سوي؛ پر ولسمشر نيوکې کولې.

    په وروستيو مياشتو کې د جنرال دوستم له لوري پر ايشچي د جنسي ځورنې د تور له امله د دواړو لوريو ترمنځ اړيکې لاپسې خرابې سوې، چې له امله يې دوستم له مياشتو راهيسې خپل کاري دفتر نه دى پرېښودل سوی.

    له دې وړاندې د ولسمشر مېرمنې له يوې بهرنۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم په خپل کور کې کلابند دى، خو د نوموړي دفتر بيا دا څرګندونې رد کړې دي.

    پرون د سمنګانو ولايت په مرکز ايبک ښار کې د جنرال دوستم شا وخوا دوه زره پلويانو په لاريون لاس پورې کړى و، چې په ترڅ کې يې دوستم د هېواد د ترکمنو رښتينى استازى وباله او په حکومت کې يې د ترکمنو په اړه د مشخص مقام او عدالت غوښتنه وکړه.

    د اسلامي ملي جنبش د ولايتي شورا سرپرست حاجي عبدالواسع، ګواښ وکړ، که چېرې ولسمشر محمد اشرف غني، جنرال دوستم ته د اساسي قانون په چوکاټ کې قانوني واکونه ورنکړي، نو واټونو او کوڅو ته به راووځي او پر پراخه لاريونونو به لاس پورې کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی