په ژوندی پڼه خپرونه
    ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د اروپایي متحدینو سرلوڅ لیک

    د ملي امنيت شورا وياند له خپلې دندې استعفا وکړه

    © Fotolia/ Avantgarde
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23302

    پخوانی ویاند وویل: ((زه وياړم چي د هېواد په يوه ملي اداره کي مې دنده ترسره کړه او تل به له خپلو ملي ځواکونو څخه ملاتړ کوم.))

    د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند تر استعفى وروسته پر دې دندې نوى کس وټاکل سو.

    د يادې ادارې پخوانى رييس تواب غورځنګ وايي،د ځينو شخصي کارونو او بوختياوو له امله يې له خپلې دندې څخه استعفى ورکړې ده.

    هغه زياته کړه، استعفى يې د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له لارې ولسمشر ته استول او د هغه لخوا منظور سوې ده.

    غورځنګ وويل، مرستيال يې قادر شاه د ستراتيژيکو اړيکو د نوي رييس او وياند په توګه ټاکل سوى دى.

    د ملي ا منيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو نوي رييس او وياند قادر شاه وويل، دى به تر خپله وسه هڅه کوي چي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

    د هغه په وينا، له رسنيو سره به همکاري کوي او کوښښ به وکړي چي له هغوى سره په وخت معلومات شريک کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی