په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    ارګ کې دتدارکاتو سلمه غونډه جوړه شوه

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 103 0 0

    په دې غونډه کی په زابل، ارزګان، نورستان، کنړ، لغمان، خوست، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د ولسي تړون پروژو د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو موسسو د تدارک درې قراردادونه منظور شول.

    د افغانستان د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱،۶ ملیارده افغانیو په ارزښت پن قراردادونه منظور کړل.

    همدارنګه دوه نور قراردادونه، د کابل ښاروالۍ اړوند د نفتي موادو تدارک او د نوي کابل‎بانک د مرکزي دفتر ارتباطي خط له نمایندګیو سره، په مشروط ډول تصویب شول.

    ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز د اریانا افغان هوايي شرکت د اعاشوي موادو ٪۲۵ تعدیلي قرارداد، تایید کړ. په دې غونډه کې د سمنګان ولایت د «کیلی» او بلخ ولایت د «شادیان تنګي» بندونو د پروژو ډیزاین او جوړښت قراردادونه د ډاډمن کېدو او د داوطلب شرکت د مالي اسنادو د کره والي په موخه اعاده شول.

    کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۹غونډې په پرنسیب کې تصویب شوې وه، د دې اونۍ په غونډه کې په بشپړه توګه منظور شوه. د هېواد جمهوررئیس د دې پروژې د مذاکره کوونکي پلاوي د هڅو او زحمتونومننه او قدرداني وکړه.

    د یادولو ده چې ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي یووالي حکومت، د ملي تدارکاتو کمېسیون او ملي تدارکاتو ادارې د کار له پیل راهیسې تراوسه د تدارکاتو په نظام کې د اصلاحاتود تحقق لپاره ۱۰۰ غونډې کړي چې ۹۷ غونډې یې په هره اونۍ کې او درې غونډې یې په اضطراري توګه ترسره شوي دي.

    یاد کمېسیون په دې موده کې نېږدې ۲۵۰۰ قراردادونه او بېلابېل تدارکاتي موارد چې د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو او تدارکاتي ادارو اړوند قانون څخه لوړ وو، څېړلي او له دې ډلې څخه یې تر ۲۱۰۰ زیات موارد چې ډېر یې بېلابېلې ساختماني او خدماتي پروژې او اجناس وو، منظور کړي دي.

    د دغو پروژو ارزښت، شاوخوا ۳۴۶ میلیارد افغانۍ کېږي. د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډو جریان د نړیوالو او کورنیو بنسټونو لکه د افغانستان د بیا رغاونې په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي اداره (سیګار)، غوڅ ملاتړ (سیستیکا)، د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اړوند کمېسیونونو، فساد پر ضد مبارزې پارلماني کاکس او ځینې نورو مدني بنسټونو له خوا څارل شوي دي.

    پر دې سربېره، د ملي تدارکاتو کمېسیون د کار په پایله کې په هغو قراردادونو کې چې د دغه کمېسیون له خوا ورکړل شوي وو، له ۱۸ میلیارد افغانیوڅخه زیاتې سپمول شوي او د ۴۵ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو د ضایع کېدو مخه نیول شوې ده.

    د پروژو په تړاو د کمېسیون د غونډو راپورونه او پرېکړې تل په رسنيو او د جمهوري ریاست او ملي تدارکاتو ادارې په ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوي دي.

    په دې غونډه کې د جمهوررئیس مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست او مسلکي معین، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو او څارونکو ګډون درلود.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی