په ژوندی پڼه خپرونه
    په کابل کې په زرګونو خلګو د حکومت پر بې کفايتي اوسستي   احتجاج وکړ

    سناتورانو د جرګې عمومي غونډه تحريم کړه

    © AP Photo/ Musadeq Sadeq
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    دغه سناتوران، چې شمېر يې ۲۰ تنو ته رسيږي، يوې خبرې غونډې ته و ویل، تر هغه چې د برښنايي پېژندپاڼو د ويش ادارې د کارکوونکو لپاره اخيستل سوې آزموينه لغوه نه سي، دوی به د مشرانو جرګې په غونډو کې ګډون و نه کړي.

    د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د جرګې عمومي غونډې ته د ځينو مسؤلینو د نه حاضرېدو په غبرګون کې د مشرانو جرګې غونډه تحريم کړه.

    د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون، د نفوسو او احوالو د ثبت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د ادارو رئیسان د مشرانو جرګې د نن د ورځې عمومي غونډې ته را بلل سوي وو، او د نه حاضريدو له امله يې يو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې عمومي غونډې تحريم کړې.

    دوى نيوکه کوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش ادارې د کارکوونکو په ازموینه کې ناانډولي سوې او یوازې په یوه ژبه ازموینه اخیستل سوې ده.

    دا ازموينه دوه اوونۍ وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له لوري په کابل کې واخيستل سوه.

    معترضو سناتورانو د مشرانو جرګې په اداري پلاوي هم تور پورې کړی، چې د يادو مسئولانو د حاضرولو په برخه کې يې ناغيړي او سليقوي چلند کړی دی.

    د مشرانو جرګې رئيس محمد علم ايزديار بيا دا ادعا رد کړې او ويلي یې دي، چې د مخکنۍ پريکړې پر اساس بايد ياد چارواکي نن غونډې ته حاضر سوي وای.

    بلخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لوري مشرانو جرګې ته په استول سوي مکتوب کې له دې جرګې غوښتل سوي، چې ياد چارواکي به د ځينو بوختياوو له امله يوه بله ورځ مشرانو جرګې ته حاضر سي.

    سناتوران خبرداری ورکوي که چېري مسؤلین د دوی راتلونکي جلسې ته حاضر نسي دوی به په لویو اعتراضونو لاس پورې کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی