په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan National Army (ANA) arrive at the site of a suicide car bomb attack in Kabul, Afghanistan April 19, 2016.

    پر ملي رادیو تلویزیون برید پای ته ورسید

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 68 0 0

    د ننګرهار ولایت پر ملي رادیو تلویزیون سوی برید د وروستي ځانمرګي په وژل کيدو پای ته رسېدلی دی.

    د معلوماتو له مخې څلورو ځانمرګو ددغه ولایت پر ملي رادیو تلویزیون برید وکړ، چي درېیو تنو یې په لومړي سر کي په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او څلورم یې له افغان ځواکونو سره نښتې ته ادامه ورکړه.

    راپورونه وايي چي په برید کي دوه کسه وژل شوي چي یو یې د ننګرهار ملي رادیو تلویزیون ساتونکی دی.

    د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وايي، چي په برید کي ۱۶ کسه ټپیان سوي هم دي، چي د ۹ کسانو ټپونه سطحي و او تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت سوي دي.

    د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم وايي، چي له بریده ۱۷ کسه زخیمان او دوه جسد ور وړل سوي دي.

    د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی