په ژوندی پڼه خپرونه
    A prisoner looks out the window

    د هرات د ولايتي شورا رییس په ۸ مياشتې بند محکوم سو

    © Sputnik/ Andrei Stenin
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2701

    استيناف محکمې د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزى په يوه قضايي ناسته کي پر اته مياشتې تنفيذي بند محکوم کړ.

    د هرات ولايتي شورا مشر چي له خپلو وظيفوي صلاحيتونو په څو مواردو کي په ناسمه ګټه اخيستنه تورن دى، د اداري فساد له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ محکمې په ناسته کي چي د روان کال د وري په اتمه جوړه سوې وه، پر دوه نيم کاله تنفيذي بند محکوم سو.

    عليزي د محکمې حکم رد کړ، د استيناف غوښتنه يې وکړه او ځان يې پوليسو ته تسليم کړ چي نن يې د استيناف محکمه جوړه سوه.

    نوموړى په داسې حال کي چي د لومړنۍ محکمې د قضايي ناستې حکم يې د عليزي په غياب کي صادر کړ، خو نوموړى نن د استيناف محکمې په قضايي ناسته کي حاضر سو.

    په نننۍ ناسته کي د دواړو لورو له دلايلو وروسته د استيناف محکمې قضايي پلاوي د تورن په اړه خپل حکم صادر کړ چي پر بنسټ يې د هرات ولايتي شورا مشر پر اته مياشتې بند محکوم سو.

    دا حکم قطعي نه دى، که چيرې مدافع وکيل او تورن قناعت ونه لري، کولى سي چي د تميز غوښتنه وکړي.

    د ويلو ده چي کامران عليزى پر دې تورن دى چي له خپلو قانوني واکونو يې تېرى کړى، د هرات استيناف څارنوالۍ رياست ته په زور ننوتى او يو تورن کس يې له ځان سره بیولی دى.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی