په ژوندی پڼه خپرونه
    پارلمان افغانستان

    استازي: د برېښنا شرکت د زورواکو پېسې له خلکو اخلي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 301

    د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو پر برېښنا شرکت تورنوی، چې یاد شرکت د هغو زورواکو د لګښتونو پېسې هم د نورو خلکو په بیلونو کې ورزیاتوي، چې برېښنا شرکت یې ترې د اخیستو زور نه‌ لري.

    دوی وړاندیز کوي، چې دغه شرکت باید د اوبو او انرژۍ وزارت سره یوځای شي.

    ناهید فرید د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، برېښنا شرکت په هرات او نورو ولایتونو کې په نا قانونه توګه د اخازې په ډول له خلکو د برېښنا تر اصلي لګښت ډېرې پیسې اخلي.

    میرمن فرید زیاته کړه، چې په هرات کې ځينو خلکو دوه میتره لګولي چې یو يې ډیجتلي او بل یې انالوګ یا ساده سیسټم لري.

    خو نتیجه یې چې ګوري ډیجټلي میتر د انالوګ په پرتله، ۶۰ چنده ډیر لګښت ښیې، چې دا په څرګند ډول اخازې او د خلکو غولول دي.

    په همدې حال کې د ولسي جرګې بل غړی ډاکتر رمضان بشردوست وویل، بېیښنا شرکت څو میاشتې مخکې په دې بهانه د برېښنا بیه لوړه کړه، چې ډالر د افغانیو پر وړاندې پورته شوی دی، په داسې حال کې چې برېښنا شرکت ټولو هغو هیوادونو ته چې د برېښنا د اخیستو تړون یې ورسره کړی د ډیرو کلونو پیسې په یوځای ورکړی، چې په هغه وخت کې یو ډالر ۵۰ افغانۍ و.

    له بل لوري بیا، د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د وکیلانو تورونه نه‌مني او وایي انالوګ میترونه غیرمعیاري دي او څوک میترونه سره پرتله کوي ډیجیټل دې له ډیجیټل سره پرتله کړي، که کومه ستونزه پکې وه دوی به یې ځواب و وايي.

    توحیدي همدا ډول وویل، برېښنا شرکت هغو هیوادونو ته چې برېښنا یې ترې اخیستي د هرکال په پیل کې پیسې ورکوي او تړون هم ورسره نوی کوي.

    دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا د لګښتونو د زیاتېدو په‌دې برخه کې د بیلابېلو ستونزو له امله تل یوشمیرهیوادوال شکایت کوي، خو د یو شمیر هیوادوالو په وینا نه په‌دې برخه کې تراوسه د دوی ستونزې هوارې شوي او نه هم د قناعت وړ ځواب ورکړل شوی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی