په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    ولسمشر:د افغانستان په اداراتوکې د استخدام پر شفافیت ټینګار وکړ

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2701

    محمداشرف غني د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مسوولېنو یې د دغې اصلاحي طرحې د جوړولو له امله مننه وکړه او د استخدام په ټولو پروسوکې یې پر معیار، شفافیت او قانونیت ټینګار وکړ.

    د افغانستان دجمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وزارتونو د معینیتونو او د خپلواکو ادارو په مالي او اداري معاونیتونو کې د اصلاحاتو د طرحې په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

    په دې غونډه کې چې نن له غرمې وروسته جوړه شوه، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري د وزارتونو د معینیتونو او خپلواکو ادارو د اصلاحاتو طرحه چې په مالي او اداري معاونیتونو کې د بودجې د زیات موثریت او ښه والي او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې ده، وړاندې کړه.

    د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د یادې طرحې د موخو او موثریت په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او وې ویل، دا طرحه د چټکو او موثرو خدمتونو د برابرولو او دغه راز په دولتي ادارو کې د ظرفیت لوړولو او د کارونو د موثریت او د بودجې د پرځای مصرف او مدیریت په موخهترتیب شوې ده.

    محمداشرف غني وړاندې شوې طرحه وستایله او د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مسوولېنو یې د دغې اصلاحي طرحې د جوړولو له امله مننه وکړه او د استخدام په ټولو پروسوکې یې پر معیار، شفافیت او قانونیت ټینګار وکړ.

    جمهوررئیس غني، په ادارو کې د صلاحیتونو او مسولیتونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دولتي ادارو کې د مراتبو لړ (سلسله) مهمه موضوع وبلله. هغه په ادارو کې د مسلک او کاري تجربې ترمنځ په تعادل ټېنګار وکړ.

    د افغانستان جمهوررئیس څرګنده کړه،د استخدام پروسې باید د یوه واضع چوکاټ له مخې تر سره شي تر څو ټولو هېوادوالو او په شرایطو برابرو کسانو ته په مساوي توګه د سالم رقابت زمینه برابره شي. همدارنګه یې د وړ افرادو استخدام کې د شفافیت تامین مهم وباله او په دې برخه کې یې د مسئولېنو لا زیاته پاملرنه وغوښتنه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی