په ژوندی پڼه خپرونه
    Врач со стетоскопом в руках

    هرات كې د روغتون د عملې پر موټر بريد شوی

    © Fotolia/ Sudok1
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 20 0 0

    دا بريد د هرات ښار په نهمه ناحيه كې د موټر سايكل سپرو وسله والو له لوري هغه وخت وشو، چې د ياد روغتون كاسټر ډوله موټر د ۲۰۷ ظفر قول اردو په لور روان و.

    د افغانستان په لوېديځ كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روغتون د عملې پر موټر وسله وال بريد كې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
    د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وایی، نامعلومو وسله والو نن سهار اووه بجې په هرات ښار كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روغتون د عملې پر موټر بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او د يوه ملكي وګړي په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.
    ولي زاده زياته كړه، پوليسو د پېښې د عاملينو د پېژندنې او نيولو لپاره هڅې پيل كړې دي.
    د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی