په ژوندی پڼه خپرونه
    Вид на город Герат в Афганистане

    دُراني: هڅه کوو په ټولو برخو کې سپما ولرو

    © AFP 2017/ Shah Marai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1110

    د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وايي، په ۱۳۹۵ کال کې یې د دې وزارت له قراردادونو ۱ میلیاردو ۸۵۹ میلیونه۱۸۶ زره او ۴۰۴ افغانۍ سپما کړې ده.

    د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني په خبري غونډه کې وویل، دغه اندازه پیسې د ۱۵۲ بېلابېلو پروژو له درکه سپما شوې ده.

    د دُراني په خبره، هڅه کوي په ټولو برخو کې سپما وشي او په دې وزارت کې یوازې د دیجیټال تیلیفونونو په برخه کې ۶۰۰ زره افغانۍ سپما شوې.

    د کلیو او پراختیا وزیر وايي، په دې وزرات کې د ملي یووالي حکومت له پیل راهیسې د هېڅ یوې پروژې قرارداد د بودیجې زیاتوالي له امله نه دی تعدیل شوی.

    دی وايي، یوازې دوه پروژې د سپما په خاطر یې تعدیل کړي دي، چې د پلي کوونکو شرکت له خوا حکومت ته له یو میلیون زیات ډالر بېرته حکومت ته ورګرځول شوي دي.

    دوی وايي، تېر کال د ملي پیوستون پروګرام یو شمېر همکارې موسېسې او بنسټونه د کارونو پڅوالي له کبله له ۶۴ میلیونو زیاتې افغانۍ جریمه شوي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی