په ژوندی پڼه خپرونه
    عطا محمد نور

    نور: داعش ډله ته هیلکوپټرې وسلې انتقالوي

    عکس از صفحه عطا محمد نور
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37910

    د بلخ والي عطا محمد نور وايي، داعش ډله په افغانستان کي جوړه سوې ده، ښه امکانات لري، هیلکوپټرې راځي وسلې ورکوي، ستره جګړه مخ ته وړي او دا د یوې خطرناکي جګړې پیل دی.

    د سیمې او نړۍ هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کي خپله نیابتي جګړه مخ ته یوسي.

    د عطا محمد نورپه وینا، د نړۍ ستر قدرتونه غواړي دداعش او طالب په نامه دلته نیابتي جګړه پیل او مخ ته یوسي.

    دده په وینا افغان حکومت ددغه وضعیت د کابو کولو لپاره هېڅ پروګرام نه لري او د شمالي ولایتونو سلګونه کسان تر دې دمه ددغه پردۍ جګړې قرباني سوي دي.

    عطا محمد نور زیاته کړه، چي د نړۍ ستر قدرتونه دداعش په نامه وسله والې ډلې روزي او په افغانستان کي یې منظم روزنځایونه یې ورته جوړ کړي دي.

    ده ویلي، که د ملي وحدت حکومت غبرګونونه همداسې کمزوري وي، نو ښايي افغانستان پر دویمه سوریه بدل سي او دلته د بېلو ډلو ټپلو په نامه جګړې پيل سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی