په ژوندی پڼه خپرونه
    Soldiers dismantling patrol base in Afghanistan

    دبشري حقونو سازمان: د امریکا په هوايي بریدونو کي د افغانانو مرګ ژوبله زیاته سوې

    © Flickr/ Defence Images
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کي د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لوړه سوې ده.

    دغه سازمان د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس ته په یوه استولي لیک کي لیکلي، چي دوی دې په افغانستان کي د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي خلکو د ساتنې لپاره خپل اقدامات ډیر کړي.

    ددغه سازمان د آسیايي څانګې مسوول براد آدامس ویلي، چي په وروستیو کي د امریکا په هوايي بریدونو کي د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه سوې ده.

    د نوموړي په وینا امریکا دمګړی هم د داعش، القاعده او طالبانو پر وړاندې په افغانستا ن کي جګړه کوي نو ښه به وي، چي په خپلو بریدونو کي د ملکي وګړو ساتني ته جدي پاملرنه وکړي او ددوی ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

    په لیک کي ددفاع له وزیره غوښتل سوي، چي امریکا دې د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتيژۍ کي د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اړینو اقداماتو ته ځای ورکړي.

    د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د امریکايي ځواکونو په بریدونو کي تر دې دمه سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که اړین اقدامات و نه سي ښايي په راتلونکو نښتو کي دا شمېره نوره هم لوړه سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی