په ژوندی پڼه خپرونه
    اشرف غني: نن پاکستان په انزوا کې دی

    اشرف غني: نن پاکستان په انزوا کې دی

    © Photo/ Ajmal Tareen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 400 0 0

    محمد اشرف غني وویل، نن پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دی، موږ باید بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږو او هغوی د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس اخیستنې ته وهڅول شي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوی کندهار له یو شمېر مشرانو او متنفذینوسره په ارګ کې وکتل.

    په دغه کتنه کې لومړی طوفان وزیري، سناتور محمد حنیف حنیفي او ګلالۍ اڅکزۍ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ناامنۍ، ستونزو او تهدیدونو باوجود یې د انکشاف، اقتصادي ودې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د بریالي بهرني سیاست په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس هلې ځلې او لاسته راوړنې وستایلې.

    یادو ویناوالو بین الافغاني مذاکرات سولې ته د رسېدو یو اصل وباله او زیاته یې کړه، افغانان نور د بې وزلې او جنګ زغم نه لري، نو په هېواد کې د سولې د تامین په موخه دې د حزب اسلامي په څېر له نورو مخالفینو سره هم د سولې بین الافغاني مذاکرات وشي.

    هغوی همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو رول او ارزښت ته په اشارې وویل، د ښځو زده کړو، حقونو او د ژوند د وضعیت ښه والي ته دې پام وشي او وزارتونو ته دې لارښوونه وشي چې د افغان ښځو د ژوند ستونزو او اړتیاو ته په پام خپل پروګرامونه عیا رکړي.

    د یادو ویناوالو د ویناو او څرګندونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني د لوی کندهار له مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس د اساسي غوښتنې یانې سولې په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړ. هغه زیاته کړه، سوله زموږ مهمه غوښتنه ده او د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره ګډ کار، د ولس مرستې، زغم او انعطاف ته اړتیا ده.

    جمهور رئیس وویل، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالي مذاکرات د نېت، ارادې، قضاوت او قانونیت د څلورو اصلونو په اساس ترسره شول.

    هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د سولې بریالیو مذاکراتو نور هم سولې ته قانع کړي دي.

    د افغانستان جمهور رئیس د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ولسونو قدرداني وکړه، چې تروریستي ډلې یې له خپلې سیمې وشړلې او دا د سولې د تامین ،د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره یو ښه ګام دی.

    جمهور رئیس د ولسونو د همکارۍ او رول ارزښت ته په پام د کندهار له مشرانو څخه وغوښتل چې د ولسوالیو، ولایتونو او هېواد په کچه د سولې د تامین په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

    هغه زیاته کړه، موږ چې د جرګو او مرکو اوږد تاریخ لرو، نو د خپلو ارزښتونو او دودونو په رڼا کې باعزته او پایداره سولې ته رسېدلی شو.

    جمهور رئیس غني د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان دوستانه اړیکو او ښو مناسباتو ته په اشارې وویل، په تېرودوه نیمو کالو کې په دې وتوانېدو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه اړیکې او همکارۍ رامنځته کړو او دغه اړیکې او همکارۍ ورځ تر بلې لا پیاوړې او پراخېږي.

    جمهور رئیس غني وویل، حکومت د ټولو هېوادوالو په ګډون د ښځو د ژوند د وضعیت ښه والي ته ژمن دی او د قانون په رڼا کې به ورته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي. په پای کې د کندهار مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    غني، بهزاد ته تسلیت ورکړه
    غني: افغان ښځې د جګړې قربانيانې دي
    غني: مونږ ټول مسئولیت لرو چې پر ټپونو پټۍ کېږدو
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی