په ژوندی پڼه خپرونه
    ترکیی ته د جنرال دوستم سفر تر ناڅرګنده نیته

    ترکیی ته د جنرال دوستم سفر تر ناڅرګنده نیته

    © Sputnik/ Said Tsarnaev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 124 0 0

    جنرال عبدالرشید دوستم تر درملنې وروسته له ترکیې نه به افغانستان ته راستون سي.

    خو په رسمي پاڼه کې لیکل سوي نه ده چې جنرال عبدالرشید دوستم به په دغه هېواد کې څومره وخت پاتې کېږي.

    جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه و تللی، خو کله چې د تېرې کب میاشتې په لومړیو کې نوموړی خپل دفتر ته لاړ، په سبا یې د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره سول.

    څه موده وړاندې جنرال دوستم ته نږدې سرچینو ویلي و، پر دوستم ورځ تر بلې فشارونه را وستل کېږي چې استعفا ور کړي او ترکیې ته لاړ سي، خو نوموړی مقاومت کوي او دا وړاندیز یې رد کړی دی.

    ډيری په دې باور دي چې ترکیې ته ددوستم وروستی تګ ښايي له همدې امله وي، خو هغه ته نژدې سرچینې وايي چې لومړی مرستیال د شکرې ناروغي لري او ترکیې ته کله نا کله د درملنې لپاره ځي.

    د ولسمشر او لومړي مرستیال ترمنځ اړیکې وروسته له هغه خرابې سوې چې هغه د ولسمشر پر ضد ځینې څرګندونې وکړې او ترڅنګ یې د دوستم او ایشچي قضیه هم راپورته سوه.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    سمنګانیان: د جنرال دوستم قانوني واکونه غواړو
    د دوستم پلویان: د غني سلاکاران د دوستم د ترور هڅه کوي
    له حکومت سره د جنرال دوستم مقاطعه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی