په ژوندی پڼه خپرونه
    لوګر کې د یوه کور ۱۱ غړي قرباني شول

    لوګر کې د یوه کور ۱۱ غړي قرباني شول

    © REUTERS/ Ahmad Masood
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17 0 0

    دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې په ماين وربرابر شوی.

    د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د سړک غاړې چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
    د محمداغې ولسوال نصير احمد امين وايي، پېښه نن غرمه مهال يوولس نيمې بجې د زرغون شهر په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
    امين وايي، په پېښه کې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي: ((پېښه نن غرمه مهال يولس نيمې بجې رامنځته شوې، د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې په ماين وربرابر شوی، چې تر اوسه موږ ته د يولس ملکي وګړو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر رارسېدلی دی.))
    سيمه ييز چارواکي وايي، زرغون شهر سيمه د محمد اغې والسوالۍ له نا امنه سيمو څخه ده چې ډېري وخت پکې نښتې کېږي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    لوګر كې د حقاني شبكې دوه غړي ووژل شول
    دلاوري: د لوګر،پکتیا او خوست اوسیدونکﻱ له برېښنا نه بهرمند کیږﻱ
    لوګر کې وه ځانمرګي برید کوونکي و نیول شو
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی