په ژوندی پڼه خپرونه
    په یمن کې د خانمرګې برید په پایله کې ۲۵ تنه ووژل شولکابل کې يوه المانۍ ښځه له خپل افغان ساتونکى سره ووژل شول

    کابل کې يوه المانۍ ښځه له خپل افغان ساتونکى سره ووژل شول

    © AP Photo/ Hani Mohammed © REUTERS/ Omar Sobhani
    1 / 2
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    نامعلومو وسله والو د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند دارالامان سيمه کې د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون بريد كړى دى.

    د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش وايي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې رامنځته شوې ده.
    د هغه په وينا، وسله والو يوه المانۍ ښځه او د هغې يو افغان ساتونکى وژلي او يوه فنلنډۍ مېرمن يې تښتولې ده.
    دانش زياتوي، چې يادې بهرنۍ مېرمنې د Mercy موسسې کارکوونکې وې.
    د نوموړي په خبره، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل كړې دي.
    د دغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
    دا په داسې حال كې ده، چې د تېر لمريز كال په زمري مياشت كې هم له دارالامان سيمې څخه د افغان — امريكايي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول، چې تراوسه پورې د وسله والو طالبانو په ولكه كې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی