په ژوندی پڼه خپرونه
    دفاع وزارت: د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۲۱ وسله وال ترهګر  وژل شوي

    دفاع وزارت: د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۲۱ وسله وال ترهګر وژل شوي

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1110

    د ګډ عملیاتو په ترح کی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ تنو داعشیانو په شمول ۱۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۱تنه نور ټپیان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست، غزنی،کندهار ،ارزګان ، زابل ،غور ، فراه ، کندز، فاریاب ، سرپل، بغلان ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار د شاه منصور غنډۍ او د یاد ښار اړوندو سیمو کې ۵۳ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، د غزني ولایت د واغظ په ولسوالۍ کې ۴۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان او د هلمند ولایت د سنګین او ګرشک په ولسوالیو کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ موټر له منځه وړل شوي دي.

    همدا راز د په یادو عملیاتو کې د کندز ولایت د ګورتیپې په ولسوالۍ کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان او د دښمن ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د پکتیکا ولایت د سرحوزې او برمل په ولسوالیو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د فرانسي د نوې کابینې په جوړښت کې د دفاع وزارت وزیره ښځه وټاکل شوه
    دفاع وزارت: ملا رحمت الله ووژل شو
    دفاع وزارت: ۱۰۹تنه وسله وال ترهګر ووژل شول
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی